ننګرهار کې درې سوه پنځوس تنه له بېلا بېلو حرفوي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د کار په موخه وړاندې شول.
د دغو انجونو او هلکانو د فراغت په مراسمو کې د ننګرهار والي، د ولايتي شورا غړو او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د ننګرهار والي ګلاب منګل له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې نن د کار او ټولنيزو چارو رياست په چوکاټ کې له شپږو مياشتو زده کړو وروسته په نهو بېلا بېلو برخو کې درې سوه او پنځوس تنه انجونې او هلکان فارغ شول.
نوموړی وايي، دوی هڅه کوي، چې په دغه برخه کې نور ځوانان هم وروزي ترڅو په هېواد کې د بې کارۍ کچه را کمه شي.
د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري دا سلګونه تنه په داسې حال کې روزل کېږي، چې د دوی په وينا ډېر کله له روزلو وروسته ورته نه د کار زمينه برابره وي او نه ددوی له لوري جوړ شويو توکو ته بازار وي.