ads

رادمنش: د ملي اردو په ليکو کې په نشه يي توکو روږد کسان نشته

ملي دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګويا د ملي اردو يو سرتېری کله جګړه او کله د غزني تر پله لاندې نشه کوي.

نویسنده: The Killid Group
2 کب 1395
رادمنش: د ملي اردو په ليکو کې په نشه يي توکو روږد کسان نشته

ملي دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګويا د ملي اردو يو سرتېری کله جګړه او کله د غزني تر پله لاندې نشه کوي.
دغه سرتېري د نوم له اخيستلو پرته له رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ملې اردو په ليکو کې دنده ترسره کوي او د نشې لپاره غزني ولايت ته راځي.
نوموړی وايي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې د ملي اردو په ليکو کې له هېواده دفاع کوي او تل د جګړې په لومړۍ ليکه کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت وي.
خو د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش کليد ته وويل، په ملي اردو کې په نشه يي توکو روږدي کسان نشته او که چېرته ورته ثابته شي نو له دندې به ګوښه شي.
نوموړي دا د ملي اردو پر ضد د هېواد د دښمنانو د سيسه وبلله او زياته يې کړه، چې په نشه يي توکو روږدي کسان هېڅ وخت هېواد ته خدمت نه شي کولی.
محمد رادمنش دغه راز وويل، چې د ملي اردو ليکو ته تلونکي کسان له بايوميتريک وروسته جذبېږي او ناروغ کسان پېژندل کېږي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې هېڅ وخت به په نشه يي توکو روږدو کسانو ته اجازه ور نه کړل شي چې د املي اردو ليکو ته داخل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA