په هند کې د کرېکټ د مشهور ټورنمنټ (IPL ) لپاره د لوبغاړو د اخيستلو لړۍ پيل شوې، چې تر دې مهاله په کې محمد نبي عيسی خېل د سن رايزر حيدراباد لوبډلې له خوا په ۳ ميليونه هندي کلدارو او راشد ارمان په ۴۰ ميليونه هندي کلدارو واخيستل شول.
دا دواړه لومړني افغان لوبغاړي دي چې په دغو لوبو کې اخيستل کېږي.
ورته وخت کې انګرېز آل رونډر بېن سټاک په بولۍ کې ۲۰۰ لکه هندۍ کلدارې بيه ورکړل شوې وه، خو د مختلفو ټيمونو ترمنځ د سيالۍ په پای کې د پونې ټيم لخوا په يو زر او څلور سوه او پنځوس لکه واخيستل شو.
دا تر دې مهاله د سږ کال اي پي ال لپاره د اخيستل شويو لوبغاړو په منځ کې تر ټولو ستر قيمت دی، چې تر سترګو کېږي.
د اي پي ال لپاره ځينې مشهور لوبغاړي، چې عرفان پټان هم په کې دی د هېڅ لوبډلې لخوا وا نه خيستل شول.