ads

اروزګان به تر راتلونکو دوو کلونو د سبزيجاتو له اړخه په ځان بسيا شي

د اروزګان د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، په دې ولايت كې لسګونه شنې خونې جوړوي، چې ۷۰ فيصده کار يې بشپړ شوى دى.

نویسنده: The Killid Group
22 سلواغه 1395
اروزګان به تر راتلونکو دوو کلونو د سبزيجاتو له اړخه په ځان بسيا شي

د اروزګان د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، په دې ولايت كې لسګونه شنې خونې جوړوي، چې ۷۰ فيصده کار يې بشپړ شوى دى.
د اروزګان د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمي الکو په وينا، دوى په مرکز ترينکوټ کې اته يو جريبه شنې خونې، چې پر هره يوه يې شاوخوا درې نيم ميليونه افغانۍ لګښت راځي او ۳۵ کوچنۍ شنې خونې جوړوي.
نوموړى زياتوي، چې د دغو او نورو شنو خونو په جوړېدو سره به تر راتلونکو دوو کلونو اروزګان د سبزيجاتو له اړخه په ځان بسيا شي.
په ورته وخت كې د اروزګان والي محمد نذير خروټي، چې پرون يې د دې پروژې كارونه له نږدې وليدل وويل، چې دغه ولايت د کرنې لپاره مناسب چاپېريال او پراخې اوبه لري او دوى هڅه کوي، چې په دې برخه کې نورې پروژې هم پلې کړي، ترڅو اروزګاني وګړي له يوې خوا په کار وګومارل شي او له بلې خوا يې اقتصادي ستونزې حل شي.
بل خوا د اروزګان د ولايتي شورا رئيس امير محمد بارکزى وايي، چې دغه ډول پروژې د اروزګانيانو پر ژوند مثبت اغېز کوي او بايد په دې برخه کې نورې پروژې هم پلې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA