ads

لرې پرتو ولسوالیو ته قابلې نه ځي

که څه هم د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي تل په دغه ولایت کې له زدهکړو د قابلو د فراغت او لرې پرتو ولسوالیو ته د هغوی د لېږلو خبره کوي، خو د دغه ولسوالیو اوسېدونکي وايي، تر دې مهاله دې ولسوالیو ته نوې فارغې شوې قابلې نه دي ورغلې.

نویسنده: The Killid Group
18 سلواغه 1395
لرې پرتو ولسوالیو ته قابلې نه ځي

که څه هم د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي تل په دغه ولایت کې له زده کړو د قابلو د فراغت او لرې پرتو ولسوالیو ته د هغوی د لېږلو خبره کوي، خو د دغه ولسوالیو اوسېدونکي وايي، تر دې مهاله دې ولسوالیو ته نوې فارغې شوې قابلې نه دي ورغلې.
دوی وايي، په لرې پرتو ولسوالیو کې ګڼې روغتيايي ستونزې وجود لري، چې له دې منځه یوه یې هم هلته د قابلو نشت دی.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي حکیم ګل کلید ته وویل، چې په روغتیايي برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دې ستونزو له ډلې یې د قابلو نشت هم مهمه ستونزه ده. حکيم ګل زیاتوي، دوی په پرله پسې ډول د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له چارواکو اوري، چې لرې پرتو ولسوالیو ته یې قابلې استولې؛ خو د نوموړي په خبره، دوی تر اوسه نه دي ليدلې.
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید جلال هم د دې ستونزې د یادولو تر څنګ وویل، چې باید په دې برخه کې څېړنې وشي او عام ولس ته وضاحت ورکړل شي. نوموړی وايي، د عامې روغتیا ریاست چارواکي د قابلو د فراغت او لرې پرتو ولسوالیو ته د هغوی د لېږلو خبره کوي؛ خو په عمل کې بیا څه نه ښکاري.
یاده ستونزه مو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له مشر ډاکټر نجیب الله کامه وال سره شریکه کړه. نوموړی نه مني چې ګنې فارغې شوې قابلې لرې پرتو سيمو ته نه دي لېږل شوې. نوموړي کلید ته وویل، نږدې ۹۶په سلو کې کلینيکونو کې قابلې شته: ((موږ يوازې د ننګرهار په ولايت كې ۱۲۷ روغتيايي مرکزونه لرو او په دې كې يوازې دوه يا درې داسې مركزونه دي چې هلته ښځينه پرسونل نشته، نور په ټولو روغتيايي مركزونو كې حد اقل يوه كاركوونكې او په ځنيو كې بيا تر يوې زياتې كاركوونكې لرو.))
د هغه په خبره، د پچيراګام په ولسوالۍ كې ۱۲ او په خوګياڼو كې ۲۷ ښځينه كاركوونكې كار كوي، خو د ننګرهار د روغتیايي انسټیټوټ امر ډاکټر حبیب الله فرهمند بیا وايي، چې په تېرو کلونو کې يې نږدې پنځه سوه قابلې فارغې کړې اما لرې پرتو ولسوالیو ته یې نه دي لېږلې.
د فرهمند په خبره، که چېرې په هغو سيمو کې، چې قابلې نشته امنیت ټینګ شي، دوی به حتماً هغو سيمو ته قابلې ولېږي. نوموړی زياتوي، د ننګرهار د روغتيايي علومو انسټيټيوت تر دې مهاله د قابلګۍ له څانګې له ۲۰۰۵ مېلادي کال راوروسته ۴۳۹ قابله ګانې روزلې دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د دغه ولسوالیو اوسېدونکو چارواکي تورن کړي چې د ستونزو په حل کې یې ناغېړي کوي.
د کارپوهانو په اند تر هغې چې حکومتي ادارې د ستونزو په حل کې ریښتینې ونه ووسي هېڅکله به د خلکو ستونزې حل نه شي. د يادولو ده چې په لرې پرتو سيمو کې د قابلو د نشت ستونزه یوازې ننګرهار کې نه، بلکې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې په شدت مطرح ده او خلک له ستونزو سره مخ دي. له همدې کبله روغتیا وزارت ته ښايي چې په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA