ads

د غزني ښاروالۍ تر ټاکلي هدف ډېر عواید ترلاسه کړي

د غزني ولایت د ښاروالۍ ریاست وايي، د روان كال په څلورنيمو میاشتو کې یې د دغه ریاست یو کلن پلان پلی کړی او د دې تر څنګ یې تر ټاکلي هدف ۴.۷٪ ډېر عواید راټول کړي، چې له همدې کبله د جمهور ريیس له لوري د غزني ښاروالۍ ته ۳۵۰زره افغانۍ تشویقي بودیجه منظور شوې ده.

نویسنده: The Killid Group
18 سلواغه 1395
د غزني ښاروالۍ تر ټاکلي هدف ډېر عواید ترلاسه کړي

د غزني ولایت د ښاروالۍ ریاست وايي، د روان كال په څلورنيمو میاشتو کې یې د دغه ریاست یو کلن پلان پلی کړی او د دې تر څنګ یې تر ټاکلي هدف ۴.۷٪ ډېر عواید راټول کړي، چې له همدې کبله د جمهور ريیس له لوري د غزني ښاروالۍ ته ۳۵۰زره افغانۍ تشویقي بودیجه منظور شوې ده.
د غزني ښاروال انجنیر فریدون احمدي د تېر کال په کب میاشت کې یو ځل له دندې ګوښه شو، خو د دې ولایت د سلګونو اوسېدونکو تر ۱۳ورځني تحسن وروسته مرکزي حکومت یو ځل بیا د روان کال په زمري میاشت کې د غزني د ښاروال په توګه وګوماره.
انجنیر فریدون احمدي د دغه ریاست د تېر یوه کال فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یوې خبري غوندې ته وویل، د دندې له بیا ځلې پیلولو وروسته یې په څلورنیمو میاشتو کې د دغه ریاست یو کلن پلانونه پلي کړي او د دې تر څنګ د دغه ریاست کارکوونکي توانېدلي د عوایدو په برخه کې تر ټاکل شوي هدف ۴.۷٪ ډیر عواید راټول او د دولت خزانې ته وسپاري. نوموړی وویل: ((په ښار کې د سلګونه متره پیاده روونو کانکرېټ، د سیوري لپاره د چتریو جوړول، لاس پلورونکو ته د ۶سوه غرفو جوړول، د بالابین برج د لاندینۍ برخې په تېږو فرش کول او د فلزي کټارې نصبول، د دوو کانالانو رغول، د قلعه سبز سيمه کې د ۴ کیلو متره سړک پخول، د ښاروالۍ ریاست اداري چارو ته د ودانۍ جوړول، د ښار د سړکونو د تنوير پروژې پلي کول، د غزني سيند پر سر د دوو هوايي پلونو رغول، د بازار ویالې رغول او د غزني ښار د سرپټي بازار رغونه یې د سږ کال پلانونه وو چې ټول یې بشپړ کړي دي.)) هغه زياتوي، د ښاروالۍ ریاست په حساب کې اوس مهال هم ملیونونه افغانۍ لري او د بودجې له پلوه د غزني ښاروالي پر ځان بسیا شوې ده: ((اوسمهال ۱۱۰ملیونه افغانۍ د غزني ښاروالۍ په بانکي حساب کي موجودې دي، ۱۸۹ملیونه افغانۍ مو د راتلونکي کال د عوایدو هدف دی چې سرچينې یې مشخصې دي، لکه چې جمهور ريیس ژمنه کړې که نوي ښاروالان وتوانېږي، د ښاروالیو په عوایدو کې ډېروالی راولي نو تشویقي بودجه به ورکړل شي له همدې کبله غزني ښاروالۍ ته ۳۵۰زره ډالره تشويقي بودجه منظور شوې ده.)) د غزني ښاروال خلکو ته ډاډ ورکوي چې تر دې وروسته به د غزني ښار هېڅ ناحیه او کوڅه کې کثافات پاتي نه شي، ځکه چې د نوموړي په خبره، د کثافاتو ټولولو ته یې د بهرنیو هېوادونو په څېر یو ښه سیسټم جوړ کړی دی: ((له یوه کال راهیسې مو د کثافاتو ټولول او لېږد خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړی، هره کورنۍ دغه شرکت ته د میاشتې ۵۰ افغانۍ ورکوي او شرکت په اونۍ کې درې ځله کور په کور ګرزي، کثافات ټولوي او لېږدوي یې، راتلونکی کال به د ښار د سړکونو پاکولو چارې هم خصوصي سکتور ته وسپارو.)) احمدي زیاتوي، د ښار د پارکونو، ګلدانونو او نیالیګو اوبولو ته یې هم لسګونه ژور څاګان ایستلي او د لمريزې برښنا په مټ ورڅخه اوبه راباسي او شنې ساحې پرې خړوبوي: ((ټول پارکونه او ګلدانونه نلدواني شوي دي چې د لمریزې برېښنا پر مټ هره ورځ خړوبېږي، خلکو ته ډاډ ورکوم چې نور به مو پارکونه، چمنونه او نیالګي د اوبو د نشت له ستونزې سره مخ نه شي.)) احمدي زیاتوي، په تېر یوه کال کې یې د ښاروالۍ ریاست له بودجې څخه د خلکو د هوساینې په هدف لسګونه پروژې پلې کړې دي. ښاروال وایي چې د ښاروالۍ د عوایدو او پر کسبکارانو د لګول شویو نغدي جریمو د ټولولو په برخه کې یې د شفافیت او د خلکو د هوساینې لپاره د تعرفې سیسټم جوړ کړی چي یادې پیسې د بانک له لوري را ټولېږي. د غزني ښاروال زیاتوي، راتلونکی کال به یې پرسونل د ښار پر سمسورتیا او ښکلا بوخت وي او تر څنګ یې په پلان کې لري چې ګڼ شمیر لویې او بنسټيزې پروژې پلې کړې، چې په خبره یې، د خلکو پر اقتصادي ودې او د بېکارۍ په له منځه وړلو کې به مهم رول ولوبوي.
د غزني ښاریان د ښاروالۍ ریاست له لوري د تېر یوه کال د کارونو او لاسته راوړنو هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې د دغه ولایت نور ریاستونه دې هم د خپلو کارونو په تړاو ولس ته معلومات ورکړي. په همدې حال کې د ولایتي شورا غړي حمیدالله سروري د ښاروالۍ ریاست د تېر یوه کال له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې په دې سره ولس هم ډاډه کېږي چې حکومت ته ورکړل شوې مالیه یې بې ځایه نه ځي او بېرته د دوی د ښار په رغولو لګېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA