ads

شنې خونې د بزګرانو په اقتصاد کې مهم رول لري

د كرنې وزارت وايي، شنو خونو د بزګرانو د اقتصاد په لوړولو كې مهم رول لوبولى او زياتوي، چې بزګران كولى شي په يوه فصل كې له يوې شنې خونې څخه تر ۱۵۰ زرو افغانيو په ارزښت حاصل ترلاسه كړي.

نویسنده: The Killid Group
6 سلواغه 1395
شنې خونې د بزګرانو په اقتصاد کې مهم رول لري

د كرنې وزارت وايي، شنو خونو د بزګرانو د اقتصاد په لوړولو كې مهم رول لوبولى او زياتوي، چې بزګران كولى شي په يوه فصل كې له يوې شنې خونې څخه تر ۱۵۰ زرو افغانيو په ارزښت حاصل ترلاسه كړي.
شنې خونې چې د خلكو په منځ كې په ګرين هاوس هم شهرت لري، هغه خونې دي، چې له لرګيو يا پايپونو او پلاستيك څخه جوړېږي او د سبو يا سبزيو د توليد لپاره د كال به څلورو فصلونو كې مناسب ځايونه دي.
د كرنې او مالدارۍ وزارت وياند لطف الله راشد له كليد سره په خبرو كې وويل، په دې وروستيو كې شنو خونو ته د بزګرانو ليوالتيا زياته شوې.((په ټول هېواد كې شاوخوا ۷۱۴ شنې خونې موجودې دي، چې بزګر ترې ګټه اخلي، ډېره برخه يې په ننګرهار کې ده)).
د كرنې وزارت وياند زياتوي، ((د بزګرانو لپاره شنې خونې په معياري توګه د کرنې وزارت د متخصصينو له خوا جوړېږي او مركز كې د شنو خونو د جوړولو لپاره پنځوس سلنه لګښت د كرنې وزارت وركوي، خو په ولايتونو كې پنځه اويا سلنه لګښت يې وزارت وركوي او پاتې نور يې بزګران ورکوي)).
په همدې حال كې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې يو شمېر بزګران هم د شنو خونو څخه خوښت دي او وايي، چې په دغه خونو كې يې د حاصل كچه لوړه شوې او لګښت يې كم شوى دى.
دغه بزګران زياتوي، ((موږ کولای شو له دغه شنو خونو د كال په ټولو فصلونو كې هېوادوالو لپاره سبزۍ( بانجان، روميان، مرچ، بادرنګ او نور… چمتو او بازار ته وړاندې كړو)).
په ورته وخت كې د كرنيزو چارو يو شمېر كارپوهان هم د كرنې په برخه كې د شنو خونو په ارزښت ټينګار كوي او وايي چې د شنو خونو په جوړولو سره كيدى شي چې د سبزيو يا سبو توليد زيات او هيواد په ځان بسيا شي.
د كابل پوهنتون د كرنې پوهنځي استاد حسين ګل آريوبي وايي، په دې وروستيو وختونو كې خلك د چاغوالي د مخنيوي لپاره له پروټينو توكو كمه ګټه اخلي او پرځاى يې سابه ډېر كاروي، چې د نوموړي په خبره سابو ته تقاضا ډېره شوې او دغه تقاضا كولى شي د شنو خونو په جوړولو سره پوره كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې ډېر كله د هېواد د اړتيا وړ خوراكي توكي او سبزۍ له ګاونډي هېواد پاكستان څخه افغانستان ته راوړل كېږي، خو د چارو د شنونكو په خبره كه په هېواد كې شنې خونې ډېرې شي نو د سبزيو له پلوه به د هېوادوالو اړتيا په هېواد كې د ننه پوره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA