ads

د ننګرهار په بټي کوټ کې بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بټي کوټ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.

نویسنده: The Killid Group
28 مرغومی 1395
د ننګرهار په بټي کوټ کې بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بټي کوټ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي نن کليد ته وويل، چې د بټي کوټ ولسوالۍ په دويم فارم سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزې له کبله لوېدلې، خو په تړاو يې پلټنې پيل شوې دي.
بل لور ته بيا يوې باوري سرچينې کليد ته د يادې الوتکې د لوېدو د علت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې سيمه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده او الوتکه وسله والو وړې ده.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د بټي کوټ ولسوالۍ فارمونه هغه سيمه ده، چې تل په کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA