د ملي امنيت د عمومي رياست موظفينو د ځانګړو عملياتو په ترڅ كې په بلخ ولايت کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړونې يو مرکز کشف كړى دى.
ياد رياست نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، موظفينو يې په دې عملياتو كې په زياته اندازه توکي، چې د چسپکي او له لرې واټنه کنټرولېدونكو ماينونو او د ځانمرګو واسکټونو په جوړونه کې ورڅخه ګټه پورته كېږي، ترلاسه كړي دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په مهال ۳۹۵ عدده ريموټ کنټرولونه، ۳۹۵ عدده د ريموټ کنټرول انتن ورکوونکي تختونه، ۱۵ عدده د ساعتي ماينونو چمتو شوي تختونه، ۸۰۰ عدده برقي کپسولونه، ۱۸ پايې د کالکس انتنونه، او ۹ پايې د مخابرې ريپيټرونه ترلاسه شول.
د ملي امنيت عمومي رياست زياتوي، طالبانو هوډ درلود، چې د ماينونو او ځانمرګو واسکټونو د جوړونې له ياد مرکز څخه په ګټې اخيستنې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې ترهګريز بريدونه او چاودنې ترسره کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.