ads

د ډنګروالي کمربندونه؛ د ښځو روغتیا ګواښي

د وزن زیاتوالی یوه نړیواله ستونزه ده چې ډېر خلک ترې سر ټکوي. دغه ستونزه په افغانستان کې هم شته او په ځانګړي ډول ښځو کې ډېره ده.

نویسنده: The Killid Group
10 لیندۍ 1395
د ډنګروالي کمربندونه؛ د ښځو روغتیا ګواښي

د وزن زیاتوالی یوه نړیواله ستونزه ده چې ډېر خلک ترې سر ټکوي. دغه ستونزه په افغانستان کې هم شته او په ځانګړي ډول ښځو کې ډېره ده.
ښځې بیا د دغه ستونزې د له منځه وړلو او له چاغښت د خلاصون لپاره بېلا بېلې لارې کاروي.
په دې کې یوه لاره هم د ډنګروالي د کمربندونو کارول دي چې ډېری ښځو ورته مخه کړې ده.
کابل ښار کې یو شمېر هغه هټیوال چې د ډنګروالي کمربندونه پلوري وايي، د دې کمربندونو پلور ډېر شوی او خلک ورته ډېره لېوالتیا ښيي.
د ډنګروالي کمربندونو پلورونکي وايي، سږ کال یې له دې درکه ښه ګټه کړې ده.
د دوی په خبره، د ښځینه پیرودونکو له منځه یې ۶۰ په سلو کې هغه ښځې دي چې د ډنګروالي کمربندونه او کریمونه پېري.
شیما د همدې نجونو له ډلې ده چې د ډنګرواليکمربندونهپلوري.
نوموړې وايي، بازار یې ګرم دی: (( کوم وزن کموونکي کمربندونه چې موږ پلورو، نوي بازار ته راغلي دي، ښځې یې ډېر خوښوي، بیې یې هم خپله هماغه کمپنۍ راته ټاکي.))
شیما زیاتوي، هغه کمربندونه چې نوموړې یې پلوري ښځو ته هېڅ زیان نه لري، خو ډاکتران وایي، دغه ډول کمربندونه کولای شي، د بدن د عـضلاتو پر کمزوري کېدو سربېره، د ملا او شاخوا نورو برخو هډوکي هم کمزوري کړي.
د هډوکو یا اورتوپیدي متخصص ډاکټر سراج الدین براتي کلید ته وویل: (((موږ هېڅکله هم ښځو ته د کمربند تړلو سپارښتنه نه کوو، ځکه دغه کار ښځې د هډوکو له کمزورۍ سره مخ کوي او د مفاصلو حرکات محدودوي، تر څنګ یې په ښځو کې د (چره) په نامه یو ډول ناروغي هم رامنځته کوي.))
مریم بیا د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې ده، چې نه یوازې له ډېر وزن ځورېږي، بلکې ډېر وخت کېږي، چې د ملا له درد څخه هم ارام نه لري: ((شاوخوا اته میاشتې مخکې مې د هډوکو د یو ډاکتر په هدایت د ملا درد د ښه کېدو لپاره طبي کمربند واخیست، که څه هم تر اوسه پورې دغه کمربند په ملا تړم، خو کومه خاصه ګټه مې نه ده لیدلې، مګر په دې تمه یم چې ناروغي مې راته ښه کړي.))
دا چې هغه کمربندونه چې د ډاکتر په مشوره تړل کېږي هم ښځو ته زیان رسوونکي دي که نه؛ په دې اړه بیا هم ډاکټر سراج الدین براتي وايي: ((کله چې ناروغان له کومې ستونزې سره مخ وي، یا یې هم د ملا تیر مهرې بې ځایه شوي وي، موږ ورته د لنډې مودې لپاره د طبي کمربند د تړلو سپارښتنه کوو، خو که چېرې دوامداره استفاده شي؛ نو بیا ډېرې روغتیایې ستونزې زېږوي.))
له بل لوري ځینې ښځې بیا د میندوارۍ پر مهال ددې لپاره کمربندونه تړي، چې بهر د کار پر مهال ارامې وي او د چا پام هم ور وانه وړي.
په دې تړاو په کابل کې د زېږون او ښځينه ناروغيو ډاکټره حفيظه عمرخېل وايي، له دې کمربندونو استفاده نه یوازې میندوارو ښځو ته بېلا بېلې ناروغۍ رامنځته کوي، بلکې ډېری وخت یې د جنین د سقط سبب هم ګرځي، نو ځکه ټولې میرمنې باید د میندوارۍ په ۹ میاشتو کې ځان او خپل ماشوم ته ډېر پام وکړي.
له بل لوري په کابل کې د یوه فټنس کلپ روزونکې حنیفه پویا حمیدي وايي، د وزن د کنټرول او کمولو تر ټولو ښه او مناسبه لار سپورټ کول او مناسب خواړه دي.
له بل لوري د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحید مجروح وایي، د عامې روغتیا وزارت هر هغه درمل چې هېواد ته واردېږي، ارزیابي کوي.
د نــومــوړي په خبـره، په افــغــانستان کې د ډنګروالي او طبي کمربنــدونــو د ارزونې او کنټرول په برخه کې هم پلان شته او دوی په پام کې لري چې د هغو کمربندونو او طبي وسایلو مخه ونیسي چې د خلکو روغتیا ته زیان لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA