ads

کابل؛ د چارواکو او زورواکو ښار

د سړکونو او ډېری کوڅو تړل کېدل په پایتخت کابل کې، د خلکو له اساسي او عمده ستونزو څخه شمېرل کېږي. ډېرې کوڅې او سړکونه د چکونو او سمنټي دېوالونو په وسیله د عامو وګړو د تګ راتګ پر مخ په دایمي توګه تړلې دي. هغه سړکونه او کوڅې چې په دایمي توګه د خلکو پرمخ نه دي تړلي، په دایمي توګه د خلکو پر مخ خلاصې هم نه دي. ځکه هر وخت چې جګپوړي چــارواکــي له ســړکـونــو څخه تېرېږي عام وګړي او لارویان له سړکونو څخه د ګټه اخستلو حق نه لري او باید د ښار په بېلابېلو برخو او واټونو کې سرګردانۍ وزغمي.

نویسنده: The Killid Group
17 تله 1395
کابل؛ د چارواکو او زورواکو ښار

د سړکونو او ډېری کوڅو تړل کېدل په پایتخت کابل کې، د خلکو له اساسي او عمده ستونزو څخه شمېرل کېږي. ډېرې کوڅې او سړکونه د چکونو او سمنټي دېوالونو په وسیله د عامو وګړو د تګ راتګ پر مخ په دایمي توګه تړلې دي. هغه سړکونه او کوڅې چې په دایمي توګه د خلکو پرمخ نه دي تړلي، په دایمي توګه د خلکو پر مخ خلاصې هم نه دي. ځکه هر وخت چې جګپوړي چــارواکــي له ســړکـونــو څخه تېرېږي عام وګړي او لارویان له سړکونو څخه د ګټه اخستلو حق نه لري او باید د ښار په بېلابېلو برخو او واټونو کې سرګردانۍ وزغمي.
د ملي یووالي حکومت مشرانو قدرت ته تر رسېدو دمخه ژمنې کړې وې چې دا ستونزې به له یوه سره په کابل ښار کې له منځه وړي. حتا د حکومت د جوړېدو په لومړیو کې دولتي مشران په ناڅاپي توګه سړکونو ته راووتل او له موټرو پلي شول او خلکو ته یـې وښــوده چــې د هغــوی په څېــر په ښار کې پیاده روي کوي او ګرځي راګرځي.
د ملي یووالي حکومت مشرانو همدارنګه ژمنه کړې وه، چې ښار به د چکونو او نورو موانعو څخه پاکوي او کابل به د خلـکــو له پاره په یوه ارامه او هوسا ښار بدلوي. خو د ملي یووالي حکومت مشرانو تــر اوسه پورې نه یوازې له سړکونو څخه موانـع نـه دي لرې کړې، بلکې د لارو د بندېدو او تړل کېدو کلتور د پخوا په پرتله ډېره وده موندلې ده. په تېرو کلونو کې به امنیتي ځواکونو لږ تر لږه د چارواکو د شخصي او خصوصي غونډو او محفلونو له پاره لارې نه بندولې، خو اوس داسې نه ده او ان د چارواکو د زامنو د محفلونو د ودونو او نورو خوښیو له پاره هم لارې بندېږي.
همدا تېره اوونۍ د کابل ښار یو شمېر سړکونه د یوه دولتي چارواکي د مېلمستیا له کبله د خلکو پر مخ تړلي وو او خلکو نه شوای کولای چې له یوه ځایه بل ته ولاړ شي، یا لږ تر لږه خپلو ورځنیو چارو ته رسېدنه وکړي. دا مېلمستیا د یوه جګپوړي دولتي چارواکي د کورنۍ له لوري جوړه شوې وه او نورو جګپوړیو دولتي چارواکو په کې ګډون کاوه.
دا يوازې یوه ساده بېلګه وه، چې ترې یادونه وشوه، دغسې ډېر موارد تر سترګو شوي دي، چې امنیتي ځواکونه د چارواکو د شخصي محافلو له پاره په ناقانونه توګه سړکونه او لارې تړلې او د دغو محفلونو امنیت ټینګوي.
په کابل کې د سړکونو او کوڅو د تړل کېدو په اړه هېڅ سرچينه، مسوول چارواکی او ځواب ورکوونکې اداره نه موندل کېږي او په ډېری مواردو کې خلک اصلاً نه پوهېږي چې څه وکړي او له چا څخه چېرته شکایت یوسي. که شکایت کوي هم ځای نه نیسي او تر اوسه یې هېڅ نتیجه هم نه ده ورکړې.
په ډېری مواردو کې چې کله په یوه سیمه کې چاودنه وشي، دا چاودنه یا د سړکونو او کوڅو د دایمي بندښت سبب کېږي او یا دا چې سړکونه او کوڅې د چکونو او سمنټي دېوالو په اېښودلو سره تنګېږي.
بل لور ته په کابل ښار کې خط سیرونه د ټرافیکو د ســهولت لــه پــاره نه، بلکې د دولتي ادارو، موسسو او یو شمېر چارواکو د شخصي کورونو موقعیت ته په پام په بشپړ ډول له بدلونونو او تغییراتو سره مخ شوي او ډېری هغه لارې او سړکونه چې دوه طرفه وو، په یو طرفه لوریو بدل شوي دي. په اکثریت څلورو لارو او سیمو کې چې باید لېږدونکي وسایط هلته خپل لوری بدل کړي، موانع په کې رامنځ ته شوي او دغې مسئلې په څلورلارو، واټونو او نورو سیمو کې د ټرافیکو بیروبار لا پسې ډېر کړی دی.
لنډه دا چې دا موانع او خنډونه هم دولت د چارواکو د خط سیر په خاطر رامنځ ته کړي دي. دغه وضعیت ته په پام داسې معلومېږي چې فقط دولتي چارواکي او زورواکي د کابل اصلي مالکان او خاوندان دي او پاتې نور خلک د ساه اخستلو حق نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA