د ننګرهار پوهنې رياست د سرکس منتخبې لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ ترسره او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول
يادې سيالۍ د جلال اباد ښار نصرت لېسې په ورزشي ډګرکې ترسره شوې .
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د سرکس او جمناسټک لوبډلې د روزونکي هارون له قوله راغلي، دغه سيالۍ د ننګرهار او لغمان د پوهنې رياستونو ورزش کارانو ته د بدني روزنې امريت له لوري د سل تنه ورزشکارانو په ګډون د يوې ورځې لپاره ترسره شوې، چې هدف يې د پوهنې رياست د سرکس منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل او په دې ولايت کې د دې لوبې پرمختګ دی . د ننګرهار پوهنې رياست د سرکس منتخبې لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ ترسره او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول
يادې سيالۍ د جلال اباد ښار نصرت لېسې په ورزشي ډګرکې ترسره شوې .
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د سرکس او جمناسټک لوبډلې د روزونکي هارون له قوله راغلي، دغه سيالۍ د ننګرهار او لغمان د پوهنې رياستونو ورزش کارانو ته د بدني روزنې امريت له لوري د سل تنه ورزشکارانو په ګډون د يوې ورځې لپاره ترسره شوې، چې هدف يې د پوهنې رياست د سرکس منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل او په دې ولايت کې د دې لوبې پرمختګ دی .
د ننګرهار د پوهنې رياست د بدني روزنې امر منير احمد ژمنه وکړه، چې د ورزش کارانو لپاره به د ورزشي وسايلو او سياليو زمينه برابره کړي.
د بدني روزنې امريت فني مدير فضل اکبر وزيري د پوهنې رياست د ورزش امر ته ډاډ ورکړ، چې د تېر په څېر به پوهنې رياست سره د ورزش د پرمختګ لپاره همکاريوته دوام ورکړي.