ads

خوست کې نامسووله وسله والو اندېښنې زیاتې کړې

د خوست ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نامسوولهوسله والو کسانو له ډېرېدو څخه په اندېښنه کې دي.دوی وایي چې پر مرکز سربیره په یو شمېر ولسوالیو کې هم په شخصي کالیو کې وسله وال کسان ګرځي او د دوی په زیاتېدو سره په خوست کې د موټرو، موټر سایکلونو او د نورو غلاوو […]

نویسنده: The Killid Group
25 زمری 1394

د خوست ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نامسوولهوسله والو کسانو له ډېرېدو څخه په اندېښنه کې دي.دوی وایي چې پر مرکز سربیره په یو شمېر ولسوالیو کې هم په شخصي کالیو کې وسله وال کسان ګرځي او د دوی په زیاتېدو سره په خوست کې د موټرو، موټر سایکلونو او د نورو غلاوو ترڅنګ سړي تښتونې او هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي.

 

 

د خوست ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نامسوولهوسله والو کسانو له ډېرېدو څخه په اندېښنه کې دي.دوی وایي چې پر مرکز سربیره په یو شمېر ولسوالیو کې هم په شخصي کالیو کې وسله وال کسان ګرځي او د دوی په زیاتېدو سره په خوست کې د موټرو، موټر سایکلونو او د نورو غلاوو ترڅنګ سړي تښتونې او هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي.

د خوست د مرکز اوسېدونکی دواخان وایي، چې څو ورځې وړاندې د متون په ګلزار اکا سیمه کې یو ډله وسله والو پرې برید وکړ او موټرسایکل یې ترې وتښتاوه.نوموړی زیاتوي، چې نه یوازې دی، بلکې په تېرو دریو میاشتو کې په همدې سیمه کې چې پولیس هم ترې خبر دي له لسو زیات موټرسایکلونه د غلو له خوا تښتول شوي دي:(( دغه سیمه له خوست ښار څخه درې کیلومتره لرې ده او په همدې سیمه کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ اوسېږي، اوس د شپې له خوا ښار ته په اسانه تګ راتګ نشو کولای او تر ماښام وروسته مو له ښار سره هر ډول اړیکې پرې وي.))

د خوست اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي نجیب الله هم وایي، چې د دوی په سیمه کې ګڼ ځوانان وسلې ګرځوي، له دوی سره په دې وسلو کېکلاشینکوف، تومانچي او خنجرې وي. د ده په خبره، دغه ځوانان ډېری وخت د چرسو او نورو توکو نشې هم کوي.حاجي نجيب الله زياتوي: ((کله چې له دوی سره نشه یي توکي خلاص شې؛ نو د همدې وسلو په زور خلک ځوروي، غلاوې هم کوي او دا څو ورځې وړاندې د خوست ـ ګردیز د عمومي سړک پرسر د يوه مالداره کوردوه ماشومان چا تښتولي وو.))

د خوست یو بل اوسېدونکی ګلزارخان وایي، چې د دوسړکه په نوم په ستر بازار کې چې د خوست په اسمعیل خیلو ولسوالۍ کې موقعیت لري، ډلې ډلې وسله وال کسان تر سترګو کېږي. د ده په خبره په دغو کسانو کې ځینې حکومتي کسان هم دي چې په شخصي جامو کې وسلې ګرځوي:(( دغه کسان په نشه یې توکو هم روږدي دي او كله ناكله په نه خبره پر یو او بل ډزې هم کوي.)) نوموړی زیاتوي:((په هره روژه کې دوه یا درې تنهپه دغه سیمه کې وژل کېږي،دا وسله وال كسان پر یوه او بل ډزې کوي، خو ترمنځ یې بې ګناه خلک ووژل شي.))ګلزارخانپر دولت غږ کوي چې د خوست ولایت په ټولو سیمو کې دې د دغو ناامنه زېږوونکو عناصرو مخه ونیسي:(( پولیس ډېر دي او هرځای پوستې او ګزمې شته، خو د دغو نامسووله وسله والو خلکو مخه نه نیسي.))

د خوست امنیتي چارواکي بیا د تل په څېر تکراري خبري کوي او وایي، چې د دغو نامسوولهوسله والود نیولو لپاره پلان لري. د خوست امنیه قومندان مل پاسوال فیض الله غيرت وایي، چې دوی هغه سیمې مشخصې کړې، په كومو كې چې نامسووله وسله والاوسي او يا تګ راتګ لري:(( د امنیتي او کشفي پلانونو پر اساس به  قانون ماتوونکي خامخا ونیسو.)) امنیه قومندان همداراز ادعا كوي چې له ډېرو کسانو یې ناقانونه وسلې اخستېدي او د دوی له خوا دغه پروسه په شدت سره روانه ده:((هغه سیمې چې یا په کې نامسوولهوسله وال ګرځي او یا  په کې غلاوې کېږي، موږ خپل کشفي ځواکونه هلته په عادي لباس کې لېږو او همداشان د شپې او ورځې لخوا کمینونه لرو چې ځینې کسان مو نیولي هم دي.))نوموړى زياتوي:(( زه ډاډ درکوم، هغه څوک چې په غلاوو کې لاس ولري او یا ناقانونه وسلې وګرځوي، د خوست د پولیسو لخوا به بې له ځنډه ونیول شي.)) خو نوموړې په دې اړه څه ونه ویل، چې څومره غله او نامسوولهوسله وال کسان تر اوسه د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

په خوست ولایت کې د نامسووله وسله والو کسانو د زیاتېدو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتېشوې دي، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ګڼو هدفي وژنو، غلاوو او سړي تښتونو راپورونه خپاره شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA