ads

د خاوند د وژلو سزا؛ شل کاله بند

د غزني ولایت استیناف محکمې د یوې علني جلسې په ترڅ كې یوې ښځې ته د خپل خاوند په وژلو كې د لاس لرلو په جرم د ۲۰ کاله بند سزا واوروله.پر ۶۰ کلنې عاقلې تور دی، چې د تېر ۱۳۹۴لمریز کال د غبرګولي په میاشت كې یې د خپل ورور عباس په همکارۍ خپل […]

نویسنده: The Killid Group
21 زمری 1394
د خاوند د وژلو سزا؛ شل کاله بند

د غزني ولایت استیناف محکمې د یوې علني جلسې په ترڅ كې یوې ښځې ته د خپل خاوند په وژلو كې د لاس لرلو په جرم د ۲۰ کاله بند سزا واوروله.
پر ۶۰ کلنې عاقلې تور دی، چې د تېر ۱۳۹۴لمریز کال د غبرګولي په میاشت كې یې د خپل ورور عباس په همکارۍ خپل خاوند عبدالهادي لومړى د جبل

د غزني ولایت استیناف محکمې د یوې علني جلسې په ترڅ كې یوې ښځې ته د خپل خاوند په وژلو كې د لاس لرلو په جرم د ۲۰ کاله بند سزا واوروله.

پر ۶۰ کلنې عاقلې تور دی، چې د تېر ۱۳۹۴لمریز کال د غبرګولي په میاشت كې یې د خپل ورور عباس په همکارۍ خپل خاوند عبدالهادي لومړى د جبل په وسیله وژلى او وروسته یې د کور په انګړ كې ښخ کړى و. د مقتول جسد اووه میاشتې وروسته د غزني ولایت د دوهمې امنیتي حوزې د منسوبینو له لوري موندل کېږي.

ویل كېږي چې عاقلې د خاوند د میراث د ترلاسه کولو لپاره نوموړی وژل دی، خو له دې پيښې هغه وخت پرده پورته شوه چې د مقتول خور د خپل ورور د لادركۍ په اړه پوليسو ته شكايت وكړ.

عاقلې ته مخكې د غزني ولایت د ابتدائیه محکمې له لوري د ۱۶ کاله بند سزا اورول شوې وه، خو هغې د استیناف غوښتنه درلوده. بالاخره د زمري په ۵مه د غزني ولایت استیناف محکمې د یوې علني جلسې په ترڅ کې، چې ځايي خبریالانو او مدني فعالانو هم په کې برخه لرله، عاقله په ۲۰ کاله بند محکومه کړه.

د قضیې موظف څارنوال د صورت دعوا د لوستلو پرمهال وویل، چې عاقلې د خپل ورور عباس په ملګرتیا د پیسو د ترلاسه کولو په خاطر خپل مېړه عبدالهادي  وژلی او مړی یې د کور په انګړ كې ښخ کړی دى. څارنوال زیاته کړه چې عاقلې تر  پېښې سمدستي وروسته کور هم خرڅ کړی دی. د څارنوال په خبره عبدالهادي په کور كې نورې نغدې پیسې هم درلودې چې تر وژلو وروسته یې د پیسو درک هم نه دی معلوم:((عاقلې د خپل ورور په هڅونه او همکارۍ د دې لپاره، چې د عبدالهادي ټوله شتمني خپله کړي په دغه جنایت لاس پوری کړی، وروسته یې د هغه مړي ته هم بې احترامي کړې، له غسل او جنازې پرته یې د کور په انګړ كې ښخ کړی و او دوی له قتل وروسته کور هم سمدستي خرڅ کړی او د عاقلې ورور عباس پنځه لکه او پنځوس زره کلدارې اخستې او پاکستان ته تللی او عاقله هم د کور د پاتې پیسو د اخستلو لپاره پاتې شوې وه چې له نیکه مرغه د امنیتي منسوبینو له لوري ونیول شوه.))

څارنوال د صورت دعوا په پای کې له محکمې څخه عاقلې ته د اعدام غوښتنه وکړه. خو د عاقلې مدافع وكیل بیا عاقله بې ګناه وبلله او ویې ویل، داسې شواهد او اسناد نشته چې په قتل كې د هغې لاس لرل ثابت کړي. نوموړي له محکمې څخه عاقلې ته د برائت ورکولو غوښتنه وکړه.

خو د قضیې موظف څارنوال د عاقلې د مدافع وكيل د دغو څرګندونو په غبرګون كې وویل، عاقلې په خپلو څرګندونو كې اعتراف کړى، چې ورور یی عباس د دې په حضور كې عبدالهادي د لرګي په وسیله وواژه:(( که دې ورسره لاس نه درلود او زمینه یې نه وه ورته مساعده کړې، ولې یې ورور ته اجازه ورکوله چې خاوند یې ووژني؟ بل دا چې که دې په دې پېښه كې لاس نه درلود؛ نو ورور یې څنګه کولای شوای د دې په حضور كې یې د خاوند مړی په انګړ كې ښخ کړي؟ ولې يې پولیسو ته اطلاع ور نه کړه؟))

خو عاقلې بیا محکمې ته په خپلو خبرو كې وویل، چې خاوند یې په کور كې ناوړه چلند ورسره کاوه او کله یې چې ورور له پاکستان څخه د دوی کور ته مېلمه راغی، په هماغه شپه د دې د خاوند او ورور ترمنځ د کورنیو موضوعاتو پر سر شخړه وشوه، چې په وینا یې عبدالهادي پر عباس د چاقو ګوزار وکړ او هغه یې پر سر ټپی کړ او وروسته عباس هم د دې پر خاوند د لرګي ګوزار وکړ، چې یو نیم ساعته وروسته یې ساه ورکړه. عاقلې زیاته کړه، چې د کور د خرڅلاو پر اسنادو یې د ورور د فشار په پایله كې امضا کړې ده. عاقلې د قاضي د دې پوښتنې په ځواب كې چې د کور په انګړ كې یې قبر چا كېندلی و؟ وویل چې خاوند یې له زامنو سره ناوړه چلند کاوه او خپل زوی ته یې كېندلی و. هغې وویل:((خاوند مې له زوی سره شخړه وکړه، هغه ترې وتښتید، خاوند مې دغه قبر زوی ته كېندلی وو او ویل یې چې راشي دلته یې ښخوي.))

د غزني ولایت د استیناف محکمې مشر محمد علي کریمي د دواړو لورو د دلایلو، اسنادو او شواهدو تر اورېدو او کتلو وروسته عاقله د خپل خاوند په قتل كې مجرمه وپېژندله او هغې ته یې د شلو کلونو بند سزا واوروله:(( موږ د غزني ولایت د استیناف محکمې د دیوان جزا هیئت غړو، د قضیې د دواړو لورو په حضور كې د محاکمو د قانون د ۵۴ مادې پر اساس د رایو په اتفاق سره مو د غزني ولایت د شهري محکمې د دیوان جزا د اتم نمبر پرېکړه، تعدیل او استینافا مو پرېکړه وکړه، چې ته عاقله د علي محمد لور د خپل خاوند عبدالهادي د قتل په قضیه كې مجرمه وپېژندل شوې او د جزا قانون د۳۹۶ مادې له مخې او د همدې قانون د ۳۹ مادې په رعایت سره د توقیف له پیل څخه په۲۰ کاله بند محکومه کړې او عباس د علي محمد زوی هم تر عدلي تعقیب لاندی دی.))

ښاغلی کریمي زیاته کړه، چې که مجرمه د استیناف محکمې پر پرېکړه رضایت ونلري، د تمیز غوښتنه کولای شي. عاقلې او د هغې مدافع وكيل د محکمې پرېکړه غیرعادلانه وبلله او ویې ویل چې د تمیز محکمې غوښتنه به خامخا وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA