ads

د پکتیا ماشومانو د ټوپک پر ضد کمپاین وکړ

هغه ښار چې اوسېدونکي يې له چاودنو او تاوتريخوالي ستړې دي، هغه ښار چې نږدې هره ورځ په کې د جنګ خبرې کېږي؛ خو اوس په کې د معمول خلاف د ټوپکو او نورو وسلو ضد تبليغ پيل شو. هغه ښار چې اوسېدونکي يې له چاودنو او تاوتريخوالي ستړې دي، هغه ښار چې نږدې هره […]

نویسنده: The Killid Group
22 چنګاښ 1394
د پکتیا ماشومانو د ټوپک پر ضد کمپاین وکړ

هغه ښار چې اوسېدونکي يې له چاودنو او تاوتريخوالي ستړې دي، هغه ښار چې نږدې هره ورځ په کې د جنګ خبرې کېږي؛ خو اوس په کې د معمول خلاف د ټوپکو او نورو وسلو ضد تبليغ پيل شو.

هغه ښار چې اوسېدونکي يې له چاودنو او تاوتريخوالي ستړې دي، هغه ښار چې نږدې هره ورځ په کې د جنګ خبرې کېږي؛ خو اوس په کې د معمول خلاف د ټوپکو او نورو وسلو ضد تبليغ پيل شو.

د دې ښار ماشومانو د سولې او امن د ارمان څرګندويي وکړه او له خلکو يې وغوښتل چې له جنګه لاس په سر شي او خپلو ماشومانو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه واخلي.

دا کمپاين د پکتيا ولایت په مرکز ـ ګردېز کې د ودان افغانستان ګوند د ولايتي څانګې له لوري تر سره شو. په دې کمپاين کې يو شمېر ماشومانو پلاستيکي ټوپکونه مات کړل او له کتابپلورنځي يې کتابونه، قلمونه او کتابچې واخستې.

ماشومانو له حکومتي چارواکو، نړيوالې ټولنې او مدني فعالانو وغوښتل چې د وسلو ضد مبارزه کې يې همکاري وکړي. دوی له جنګه ستړيا وښوده او په کورونو کې يې د کتابونو غوښتنه وکړه.

د جنګي ذهنيت د ځپلو لپاره راوتي ماشومانو د جګړې له ښکېلو غاړو هم وغوښتل چې نور دې له جنګونو سره مخه ښه وکړي او د ماشومانو سالمې روزنې ته دې ځانګړی پام وکړي. دوی په تنکيو ژبو د کتابونو، قلمونو او کتابچو غوښتنه وکړه او وسلې یې وغندلي. یوه ماشومان وویل:((موږ له تجاراتو غواړو چې موږ ته ټوپک او پټاقۍ رانه وړي، قلمونه دې راوړي، کتابجې دي راوړي، موږ درس وایو او وطن ته خدمت کوو، جنګي ډلې دې موږ په کراره پرېږدي.))

د ودان افغانستان ګوند د ولايتي دفتر يو تن فعال سيدالرحمان نيازي وويل، له دې کمپاين څخه يو هدف دا و چې په مېلو او اخترونو کې بايد مېندې او پلرونه خپلو اولادونو ته د لوبو داسې وسايل وانخلي چې جنګي ذهنيت خپروي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي هم د ودان افغانستان ګوند د ولايتي دفتر دا هڅه ستايي چې د وسلو او جنګي ذهنيت د ځپلو پر وړاندې مبارزه کوي او له نورو سياسي ګوندونو او مدني ټولنو هم د ورته خوځښتونو غوښتنه کوي.

دوی دا ډول تبليغاتي کمپاينونه د ټولنيز شعور د پياوړتيا او د فکري ليد د مثبت تغيير لپاره موثر يادوي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي هم د جګړې پرضد د ماشومانو له دغه خوځښت څخه ملاتړ کوي او وايي چې دا ډول اقدامات د تاوتریخوالي د کلتور په له منځه وړلو کې اغېزناک رول لري.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی ضیاالرحمن په دې اړه وايي: ((د ټوپک، پتاقیو او دې ورته نورو سامانونو خرڅول د ماشومانو ذهن جګړې ته طرف ته بیايي، فکر کوم د دې لپاره چې د جنګي ذهنیت د خورېدو مخنیوی شوی وي، اختر ته په نږدې ورځو کې دغسې کمپاینونه مهم دي، خو دا کار مشترک کېږي، کورنۍ، دوکانداران، سوداګر او حکومت باید هر یو خپله دنده ترسره او د هغو شیانو کارو بار بند شي چې د تاوتریخوالي د ترویج سبب کېږي.))

ضیا الرحمن په ځانګړي توګه د پکتیا اوسېدونکي مخاطب کړل او ویې ویل: (( ماشومان مو چې د ټوپک، او پټاقۍ پرځای قلم او کتابچې راواخلي او درس ووایي، دا نه یوازې موږ ته افتخار دی، بلکې د دې زیری راکوي چې راتلونکې به تر ننه ډېره ښه وي.))

په پکتيا کې د ودان افغانستان ګوند له لورې د جنګي ذهنيت د ځپلو پر وړاندې دا لومړنی تبليغاتي کمپاين دی چې د وسلو ضد پيغامونه لري او ماشومان ليک لوست ته هڅوي.

تر دې وړاندې په ننګرهار ولايت كې هم يو شمېر مدني فعالانو د ټوپك پر ضد کمپاین کړی و. د دوى شعار دا وو چې د ماشومانو په لاس كې د پلاستيكي تومانچو پر ځاى قلمونه او څنګ كې كتابچې ښكلې ښكاري. په توپك ضد مبارزينو كې  مشهور انځورګر حمدالله ارباب هم شامل و چې تر اوسه په فيسبوك كې همدغه بهیر ته کار کوي.

پاتې دې نه وي چې هغه مهال د فيسبوك له لارې په خيبر پښتنوخوا كې هم يو شمېر ځوانانو په ورته مبارزه لاس پورې كړ او په دې اړه يې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ كمپاينونه وكړل او په دې اړه يې د زياتو هغو ماشومانو انځورونه هم خپاره كړل چې پلاستيكي توپك ماتوي او لاسونو كې يې كتابچې او قلمونه وي وي.

دغه راز کال دوه مخکې کندوز ولایت هم د ماشومانو له لوري د دغسې یو کمپاین شاهد و، هلته ماشومان بیا له سوداګرو غوښتل چې هېواد ته دې د ماشومانو لپاره د جنګي وسایلو د وارداتو پرځای د قلم او کتابچې وارداتو ته زور ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA