ads

ارنست همینګوې څه ډول لیکل کول؟

ارنست مېلر همینګوې د امریکا له نامتو لیکوالو او د نوبل جایزې ګټونکی دی. بوډا او سیند د هغه له مهمو کتابونو او ناولونو څخه دی. ځانګړي سبک نوموړی یو بې جوړې او اغېز ښندونکی لیکوال راپېژني. په ۱۹۲۵ کې د (زموږ زمانه) په نوم د هغه د لنډو کیسو ټولګه خپره شوه چې په […]

نویسنده: The Killid Group
6 غبرګولی 1394
ارنست همینګوې څه ډول لیکل کول؟

ارنست مېلر همینګوې د امریکا له نامتو لیکوالو او د نوبل جایزې ګټونکی دی. بوډا او سیند د هغه له مهمو کتابونو او ناولونو څخه دی. ځانګړي سبک نوموړی یو بې جوړې او اغېز ښندونکی لیکوال راپېژني. په ۱۹۲۵ کې د (زموږ زمانه) په نوم د هغه د لنډو کیسو ټولګه خپره شوه چې په رښتيا هم د هغه د

 

 

ارنست مېلر همینګوې د امریکا له نامتو لیکوالو او د نوبل جایزې ګټونکی دی. بوډا او سیند د هغه له مهمو کتابونو او ناولونو څخه دی. ځانګړي سبک نوموړی یو بې جوړې او اغېز ښندونکی لیکوال راپېژني. په ۱۹۲۵ کې د (زموږ زمانه) په نوم د هغه د لنډو کیسو ټولګه خپره شوه چې په رښتيا هم د هغه د ځانګړي سبک ښکارندويي کوي. د ماشومتوب د دورې خاطرات يې چې په ۱۹۶۴ کې د هغه تر مړينې وروسته د ( بدلون موندونکي اختر) په نوم چاپ شول، د ۱۹۲۰ لسیزې په اوږدو کې د لیکوالو، هنرمندانو، فرهنګ او په پاریس کې د ژوند بڼې په اړه د هغه له شخصي او بې مثاله اخستنو څخه شمېرل کېږي.

نوموړی د ۱۹۶۳ کال د جون په مياشت کې د خپل شکاري ټوپک د پاکولو په وخت له ژوند سره مخه ښه وکړه. ځينې د هغه مرګ ځان وژنه بولي.

ارنسټ همینګوې سان فرانسسکو ته څېرمه په هاوانا کې د خپل خوب په يوه پراخه او لمرینه کوټه کې لیکل کول. کوټه؛ له خپلو ټولو بې نظميو سره چې په لومړي نظر کې تر سترګو کېدل؛ د خپل هغه خاوند د وسواس څرګندويي یې کوله چې اساسا پاکخوره و، خو د هيڅ شي د لرې غورځولو وس يې نه درلود. په تېره د هغو څيزونو چې عاطفي دلچسپي يې ورسره لرله.

هغه په ولاړه لیکل کول چې دا يې له لومړنيو عادتونو څخه و. د ټایپ ماشین يې د کوټې په يوه برخه کې په داسې ځای کې ايښی و چې د سینې تر قفسچې يې لوړ و.

لیکوال دا عادت درلود چې په شنه سهار له خوبه راپاڅي او ټول پام لیکلو ته واړوي. چې کله به يې کار  ښه پر مخ روان و، خوله خوله به و، خو سره له هغې هم تر څاښته پورې به لیکلو ته تمبه و او بیا به حمام ته ننوت.

د  ارنست همينګوې لیکوالي ځينې رازونه لري، نوموړي په يوه مرکه کې د دغو رازونو په اړه يو څه ويلي چې دلته يې لنډیز له تاسو سره شریکوو:

هر سهار له لمرڅرکه لیکل پیلوم. ځکه هيڅوک نه وي چې مزاحم مې شي. هوا نرمه او یخه وي، تاسو کار ته راځئ او له لیکلو سره ګرمېږئ، هغه څه چې مو لیکلي وي له نظره تېروئ، پوهېږئ چې تر هغه وروسته څه پېښېږي او له هغه ځايه يې پیلوئ. تر هغه چې له قریحې مو څه پاتې وي لیکنه کوئ او پوهېږئ چې وروسته څه پېښېږي. تمېږئ او هڅه کوئ بله ورځ چې بیا داستان را اخلئ، ورسره ژوند وکړئ.

هر وخت چې خلک یو څوک يوازې پرېږدي او مزاحم يې نه شي، لیکل کولای شي، خو بهترینه لیکنه هغه وخت ممکنه وي چې څوک مين وي.

که له ژوند سره د کار په اندازه مینه ولرئ، د وسوسو پر وړاندې د درېدو په خاطر باید ډېر قوي شخصیت ولرئ. کله چې لیکوالي ستاسو د ژوند تر ټولو ستر لذت او یوازنۍ هدف شي، هغه وخت یوازې مرګ کولای شي چې مخه يې ونيسي. اضطراب له تاسو د لیکلو وړتیا اخلي، ناروغتیا له دې کبله بده ده چې اضطراب رامنځته کوي. اضطراب ستاسو لاشعور په نښه کوي او ستاسې شته امکانات له منځه وړي.

هغه څه چې زه لیکم د خپل لذت لپاره يې ولولئ! بل هر څه چې مومئ د هغه څه پايله ده چې په خپله مو په لوستلو کې وارد کړی دی. هغه څه چې اماتوران يې سبک بولي، معمولا د یوه څيز د جوړولو لپاره یوازې د یو ډول قرابت هڅه ده چې مخکې تر دې موجود نه و، تقریبا هيڅ یو کلاسیک پخوانیو کلاسیکیانو ته ورته نه و. لومړی خلک يوازې دغه عجیب و غریب والی ويني، نه شي کېدای چې هغه درک کړو.

کله په داستان پوهېږم او ځينې وخت د لیکلو پر مهال هغه جوړوم او هيڅ کوم تصور نه لرم چې پای به يې څه کېږي. هر څه د لیکلو په وخت کې بدلون مومي. دا هماغه څيز دی چې د حرکت سبب کېږي او حرکت دی چې داستان جوړوي. کله دا کار دومره کراره او ارامه پر مخ ځي چې نه شي کېدای حرکت يې احساس کړو.

تل مې دا هڅه کړې چې له يو شمېر ځانګړو له دنیا تللیو لیکوالو ښه ولیکم، البته هغوی چې د ارزښت په اړه يې ډاډه وم. ډېره اوږده موده مې هڅه کړې چې تر ټولو ښه شی ولیکم. کله هم چانس راسره یاري کړې او تر هغه څه مې ښه لیکل چې کولای مې شول.

ډېری شخصیتونه مې چې د انسانانو له پوهې، درک او تجربې ترلاسه کړي، رامنځته کړي دي. هغه وخت چې لیکل راته سخت وي، خپل لیکلي شیان لولم چې يو څه د بهترۍ احساس وکړم. او دا ګڼم چې لیکل تل سخت وو او دا چې کله کله څومره راته ناممکنه وو.

وروسته له هغه چې کتاب مې بشپړ کړ، د نومونو یو لست جوړوم چې کله کله سلو عنوانونو ته هم رسېږي. وروسته یو یو حذفوم او کله داسې هم پېښېږي چې ټول يې حذفوم.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA