د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې يې څلور شکمن ځانمرګي بريد كوونكي له يوې ريکشې سره يو ځاى، چې له ځان سره يې د جمهوري رياست د يوه كانديد عکس هم لېږداوه، نيولي دي.
د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې يې څلور شکمن ځانمرګي بريد كوونكي له يوې ريکشې سره يو ځاى، چې له ځان سره يې د جمهوري رياست د يوه كانديد عکس هم لېږداوه، نيولي دي.
د جوزجان مرستيال والي انجنير عبدالرحمن محمودي وايي، دغه کسان د جوزجان مرکز په باغ افغانيه شبرغان سيمه کې د ملي امنيت د موظفينو له لوري نيول شوي دي.
د هغه په وينا، دوى له يوې اونۍ راپه دېخوا تر پلټنو لاندې وو او د څېړنو پر مهال يې ويلي، چې د جوزجان ولايت پر مقام يې د ځانمرګي بريد نيت درلود.
د جوزجان ولايت مقام له لوري په خپرو شويو انځورونو او ويډيو کې ښکاري، چې دغه کسان د چاودېدونکو توکو له يوه واسکټ او يوې ريکشې سره، چې د جمهوري رياست د يوه كانديد انځور هم پرې لګېدلى، نيول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ