ټاکل شوې، چې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول قطر ته رسمي سفر وکړي. د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمي رسول نن له كليد سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې تراوسه په قطر كې د طالبانو لپاره دفتر نه دى پرانيستل شوى.
ټاکل شوې، چې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول قطر ته رسمي سفر وکړي.
د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمي رسول نن له كليد سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې تراوسه په قطر كې د طالبانو لپاره دفتر نه دى پرانيستل شوى.
د نوموړي په وينا، دى به د دې سفر په ترڅ كې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو او په قطر کې د هغوى د دفتر د پرانيستلو په اړه هم خبرې ولري.
طالبانو دوه مياشتې مخکې اعلان کړى و، چې دوى له امريکا سره د افهام او تفهيم په هدف په قطر کې د دفتر پرانيستلو ته چمتووالى لري.
د افغانستان او امريکا حکومتونو هم له دغه کار سره خپله موافقه ښودلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ