د امریکا جمهور رییس زیاته کړې چې سویډن او فنلنډ له ښه ثبات څخه د برخمن کېدو لپاره دغه تصمیم نیولی دی.
جوبایډن له ناټو سازمان سره د دغو دواړو هېوادونو د یوځای کېدو تړون پرون لاسلیک کړ او ویلي یې دي چې له خپلو ملاتړو سره یوځای کار ته دوام ورکوي.
ده همدارنګه زیاته کړې چې روسیې د ناټو د کمزوري کېدو هڅه کوله، خو په خبره یې، د دغو دوو هېوادونو په یوځای کېدو سره ناټو نوره هم پیاوړې شوه.
د یادولو وړ ده چې فنلنډ او سویډن له هغه وروسته له ناټو سازمان سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړه چې روسیې پر اوکراین برید وکړ.
که څه هم په پیل کې ترکیې له ناټو سره د یادو هېوادونو د یوځای کېدو مخالفت کاوه، خو د دغو هېوادونو له خوا د ترهګرو د نه ملاتړ په هدف د ډاډ تر لاسه کېدو وروسته یې له ناټو سره د فنلنډ او سویډن یوځای کېدو ومنل.