دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي په ویانا ښار کې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو په پیل شوو غیر مستقیمو خبرو کې د نوې هوکړې خبر ورکړی.
د دغو مذاکراتو منځګړیتوب اروپايي ټولنه کوي، چین، روسیه، فرانسه، بریټانیا او جرمني له ایران سره د دې هوکړې نور لاسلیکوونکي هېوادونه دي.
د امریکا حکومت په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ایران له اټومي تړون څخه د خپل هېواد وتل اعلان کړل، خو ایراني چارواکي بیا دغه تړون ته د یاد هېواد پر بیرته ګرځېدو ټینګار کوي.