دا سیالۍ دوې میاشتې وړاندې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې پیل شوې وې.
د خوست د فوټبال فدراسیون مشر عبدالفتاح واکمن کلید ته وویل، د دغو یادو سیالیو هدف له نشه یي توکو د ځوانانو منع کول او ورزش ته د ځوانانو راجلبول وو.
د دې سیالیو پای لوبې ته د بریال او احسان کلبونو لوبډلو لاره موندلې وه، چې احسان کلب یو د صفر پروړاندې بریال کلب ته ماتي ورکړه او بریا یې په خپل نوم کړه.