په کابل کې د امریکا سفارت خبر ورکوي چې وسله والې ډلې پلان لري چې افغانستان کې یو شمېر اهداف په نښه کړي.
دغه سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په دغو ورځو کې پوره احتیاط او پام وکړي.
د غه سفارت په خپله ویپاڼه لیکلي چې په دغه بریدونو کې یو شمېر ښځینه حکومتي کارکوونکو او ولسي خلکو ته خطر زیات دی.
سرچېنه همداراز زیاتوي په ښوونکو، د بشري حقونو په فعالانو او نورو حکومتي مامورینو د بریدونو احتمال شته.
که څه هم دامریکا سفارت د دغو بریدونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو له خپلو اتباعو یې په کله غوښتي چې ډېر احتیاط وکړي.
د یادونې وړ ده دا لومړی ځل نه دی چې دغه سفارت دا ډول خبرداری ورکوي بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته معلومات خپاره کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ