د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس علي اقا کلید ته وویل، په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله یو زیات شمېر کورنۍ زیانمنې شوې دي.
هغه وویل، له دې ډلي يې ۹۰ کورنیو چې ډېريې زیانمنې وې، لومړیتوب ورکړی او نن ورځ يې ورسره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د محمد اسماعیل او جان محمد په نومونو دوه تنه کوچیان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله سږ کال تودو سیمو ته نه دي کډه شوي او د ژمي په ډېره سړه هوا کې په خېمو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.
دوی وايي، له یو عالم ستونزو سره مخ دي، دا مرسته به يي د کورنیو څه ناڅه اړتیا پوره کړي، خو په ټوله کې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
عیدګل چې په ارګون ولسوالۍ کې له خپلې کورنۍ سره اوس هم په خېمه کې ژوند کوي وايي، د ده په ګډون لسګونه کورنۍ له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه څرګندوي، چې په لومړي ځل ورسره مرسته شوې، خو ټینګار کوي چې دا څه بسنه نه کوي او لا ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري.
د تېرې یوې لسیزې په پرتله سږ کال په پکتیکا کې اورښتونه په بي ساري ډول ډېر شوي چې په مرکز سربېره يې په بېلابېلو ولسوالیو کې د کوچیانو په ګډون ځايي خلکو ته لوی زیانونه اړولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ