د امریکا مرکزي قومندانۍ منلې، چې په عراق کې د امریکا پر اډو د ایران په توغندویي بریدونو کې ۱۱ امریکایي سرتیر ټپیان شوي دي.
د ایران حکومت د روان میلاد کال د جنوري میاشت پر اتمه د قاسم سلیماني د وژل کېدو په ځواب کې په عراق کې د امریکا نظامي اډې په توغندیو وویشتلې.
واشنګټن هغه وخت د دغو بریدونو په غبرګون کې وویل، چې په دې پېښه کې امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو اوس د امریکا مرکزي قومندانۍ په هغه پېښه کې د ۱۱ امریکایي سرتیرو ټپي کېدل منلي دي.
د امریکا او ایران تر منځ شخړې هغه وخت ډېرې شوې، چې د جنوري میاشتې پر درېیمه د ایران د سپاپاسدران ځواکونو د قدس څانګې مشر قاسم سلیماني د عراق پایتخت بغداد ته نېږدې د امریکا د ډرون الوتکې په برید کې په نښه شو.
د ایران حکومت د نوموړي وژل کېدل په کلکو ټکو وغندل او د امریکا له حکومت څخه یې د نوموړي د غچ اخیستلو ګواښ وکړ.