د چین د بهرنیو چارو وزارت د قاسم سلیماني د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې ایران او امریکا دې نور د شخړو اور ته لمن نه وهي.
د دغه وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، چین د ایران او امریکا اوسنیو ترنګلو اړیکو سخت اندېښمن کړی دی.
ده زیاته کړې، چې ښکېل اړخونه دې د عراق ارضي تمامیت ته پام وکړي او په منځني ختیځ کې دې ثبات ټینګ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د جمعې په ورځ د عراق پایتخت بغداد ته نېږدې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.
قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ایران بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر او په کور او بهر د ایران تر ټولو مشهور قومندان و.