د خوست امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه یې د خوست ښار په ختیځه برخه کې د وسلو یوه زېرمه کشف کړه.
د خوست مرسیتال والي عبدالواحد پټان د نیول شوو مهماتو پرمهال وویل، چې وسله والو مخالفینو غوښتل، له دغو وسلو او مهماتو څخه په خوست ښار او ولسوالیو کې په وران کاره فعالیتونو کې ګټه واخلي.
د نوموړي په خبره، په دغه ډیپو کې ماینونه، سپکې او درنې وسلې او په ډېره کچه مرمۍ ځای پر ځای شوې وې.
تر اوسه د وسلو د دغې زېرمې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي.
کومې وسله والې ډلې هم په دې هکله څه نه دي ویلي.