د كورنيو چارو وزارت په سرپل كې د يوه سرګروپ په ګډون د دوو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د سرپل د امنيه قوماندانۍ پوليسو د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د ګوسفندي ولسوالۍ په الغن كلي كې له طالبانو سره جګړه وكړه.
د سرچينې په وينا، په دې جګړه كې د يوه سرګروپ په ګډون دوه طالبان وژل شوي او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.