په هلمند ولایت کې د چسپکي ماین په چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر دویم څارن محمد زمان کلید ته وویل، چې تېره شپه ۹ بجې د لښګرګاه ښار د ملت بابا پارک مخې ته د پولیسو پر یو موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې دوه پولیس تپیان شوي دي.
خو په هملند کې د ایمرجنسي روغتون یو تن ډاکتر بیا د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل چې له دغې پېښې دوی ته درې ټپیان ور وړل شوي دي.
د یادې پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.