د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې اروپايي هېوادونو ته د سلګونو داعشيانو د بېرته تګ مخنيوی ښايي ناوړه پايلې ولري.
ټرمپ ويلي، دا چې اروپايي ټولنه اجازه نه ورکوي داعش جنګيالي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي، ښايي خطرناکې پايلې ولري او ممكن واشنګټن اړ کړي، چې دوی ټول ازاد کړي.
د امريكا جمهور رئيس په يوه ټويټ کې له بريتانيا، فرانسې او جرمني غوښتي، هغو ۸۰۰ داعش جنګياليو ته، چې په سوريه کې په بند کې دي، اجازه ورکړي، ترڅو بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
ټرمپ همدارنګه وايي، د داعش د خيال خلافت په پيل كې سقوط شوى دى.
ده تر دې مخکې کې ويلي و، چې په سوريه کې به د داعش په تړاو يوه مهمه اعلاميه خپره کړي.