جمهوررئيس محمد اشرف غني نن ماسپيښين د ننګرهار ولايت غني خيلو ولسوالۍ ته ورسېد. د ارګ پر فېسبوک پاڼه په خپاره شوي خبر کې راغلي چې جمهوررئيس غني د دغه سفر په تر څ کې د غني خيلو، اچين، نازيان او مومند درې له مشرانو سره په کتنه کې د داعش په ماتولو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ له امله قدرداني وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار كې په داعش ضد جګړه كې ولسي پاڅون كوونكو پراخه ونډه اخيستې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ