ننګرهار د برېښنا رياست په دغه ولايت کې د انالوګ مېټرونو پر ځای ډيجيټل مېټرونه نصبوي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د برېښنا رياست به د دې پروسې په ترڅ کې ۸ زره ډيجيټل مېټرونه نصب کړي.
خبرپاڼه د ننګرهار د برېښنا رئيس اکرام الله عابد له قوله وايي، هلته تر دې مهاله د برېښنا رياست اړوندو مشتريانو ته انالوګ مېټرونه لګول شوي، چې له مخې يې د برېښنا ضايعات زيات دي .
خبرپاڼه زياتوي، دا پروسه به په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړه شي.