د غزني ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولايت په ۶ سيمو د وسله والو طالبانو له لوري هم مهاله ډله ييز بريدونه شوي چې په پايله کې يې د غزني د جغتو ولسوالۍ د امنيه قومندان او د دغه ولايت د ريزرف قطعې د قومندان په ګډون پنځلس سرتېري وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل چې تېره شپه ۱۲ بجې وسله والو طالبانو د غزني ولايت په پنځو ولسواليو جغتو، ده يک، مقر، اندړ، ګيرو او د مرکز اړوند سيمو هممهاله ډله ييز بريدونه ترسره کړل چې ټول يې د افغان امنيتي سرتېرو له لوري په شا وتمبول شول.
خو د نوري په وينا په دغه جګړه کې د جغتو ولسوالۍ د امنيه قومندان او د غزني د ريزرف قطعې د قومندان په ګډون ۱۵ سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
که څه هم ولايتي چارواکي وايي چې دغه بريدونه ټول په شا تمبول شوي، خو د غزني د ولايتي شورا غړو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې د دغه ولايت جغتو او ده يک ولسوالۍ د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ