بند امير لوبډلې د دوهم ځل لپاره د الكوزي احمدشاه ابدالي په نوم د كركټ د لومړۍ درجه ټېسټ سياليو اتلولي خپله كړه.
د دغو سياليو پايلوبه په کندهار کرکټ لوبغالي کې د امو او بند امير لوبډلو ترمنځ د تېرې سې شنبې په ورځ پيل شوه او پرون پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه امو كركټ لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
دې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۰ منډې وکړې، خو بند امير لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ كې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۴۰۷ منډې جوړې کړې.
امو لوبډلې په دوهمې پاڼۍ كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۴۲۰ منډې وکړې او بند امير ته يې د بريا لپاره ۲۹۴ منډې هدف وټاكه.
بند امير لوبډلې په خپله دوهمه پاڼۍ كې د لوبې په پنځمه ورځ د ورځې تر پايه ۱۸۰ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي يې وسوځېدل.
بند امير په لومړۍ پاڼۍ كې د مخكې والي له كبله امو ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸م ميلادي کال د الکوزي احمدشاه ابدالي په نوم د كركټ د لومړۍ درجه ټېسټ سياليو اتلولي يې وګټله.
دا لوبې د هېواد په څلورو لوبغالو كې ترسره شوې، عبدالواسع د سياليو غوره لوبغاړى، دروېش رسولي غوره توپ وهونکى او حمزه هوتک غوره توپ اچوونکى ونومول شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ