په باميان کې د ماليې د ورکړې اونۍ په نوم د فوټبال او بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې.
د دې ولايت د مستوفيت ادارې مسوولين د دغو لوبو د ترسره کولو هدف د ماليې د ورکړې دودول ګڼي او وايي، چې اوس د ماليې له ورکړې سره د خلکو علاقه مندي ډېره شوې ده.
د باميان مستوفي محمد ظاهر اصغري کليد ته وويل، د دې ادارې عوايد په تېر مالي كال كې ۲۰۶ ميليونه افغانۍ وو، چې د وړم مالي کال په پرتله ۱۴ فيصده زياتوالی ښيي.
هغه زياته کړه، سږ کال باميان ولايت کې د دغې ادارې له لوري يو ميليارد او ۸۰۰ زره افغانۍ په بېلابېلو برخو کې مصرف شوې دي.
د ماليې د ورکړې اونۍ په نوم د فوټبال لوبې، چې د تېرې يکشنبې په ورځ پيل شوې وې، پای ته ورسېدې، چې بند امير لوبډلې لومړى مقام، ذوالفقار دويم او بهار ازادي درېيم مقام خپل کړ.
همدارنګه د بايسکل ځغلونې سيالي د ۵۰ ورزشکارانو په ګډون د باميان له شپږمې دروازې پيل د شهيد مزاري تر سټډيوم پورې د ۱۷ کيلو مټرو په اوږدوالي ترسره شوه، چې په کې اکبر فيضي، مرتضی محمدي او مهدي په ترتيب سره لومړى، دويم او درېيم مقامونه خپل کړل. د يادولو ده، چې د ماليې وزارت عوايد په ۱۳۹۶ مالي کال کې د ټولو ولايتونو په کچه له ۱۶۹ ميليارده افغانيو څخه ډېرې کېږي، چې د ۱۳۹۵ مالي کال په پرتله زياتوالی ښيي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ