په لوېدیځ کې د هریرود- مرغاب سمندر حوزوي مسوولین د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ کې د سفید روان د اوبو لګولو د کانال جوړولو خبر ورکوي.
دغه کانال چې ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د نړيوال بانک او د برېښنا او اوبو وزارت په بوديجې جوړېږي.
ياد کانال ۴۰ کیلو مټره اوږدوالی او اوه اعشاريه پنځه مټره پراخ والی لري، چې په راتلونکو دوو کالونو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
مسوولين وايي، د دې کانال په رغولو سره به ۱۵ کلي او۵ زره کورنۍ له اوبو برخمنې شي.
دغه کانال به ۲۳۱۶ هکټاره ځمکه هم خړوبه کړي.