جمهوررئيس محمداشرف غني د بدن د ښکلا د اماتور نړيوالې سيالۍ د نهم پړاو اتل احمد ياسين قادري سره وکتل او هېواد لپاره د اتلولۍ لقب ګټلو په پار يې د نغدي ډالۍ په ورکړې سره د هغه د هڅو قدرداني وکړه.
افغان باډي بېلډر احمد ياسين سالک قادري په منګوليا کې د بدن جوړونې نړيوال جام سياليو کې لومړی مقام خپل کړ.
تر دې وړاندې سالک قادري د بدن ښکلا په برخه کې د اسيا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال ګټلی و، چې د تلې په شپاړسمه يې په منګوليا کې د يادې برخې په نړيوالو لوبو کې لومړی مقام خپل کړ.
په يادو لوبو کې له ۴۰ هېوادونو ۴۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.
ياسين قادري ۳۵ کلن دی او له څه باندې ۱۴ کلونو راهيسې د بدن د ښکلا برخه کې فعاليت لري.