د کندهار ولايتي شورا او خلک شکايت کوي، چې د هوايي شرکتونو د ټيکټ بيې نسبت نورو ولايتونو ته په کتو شاوخوا دوه برابره دي.
سره له دې چې مرکزي حکومت د لوى کندهار د خلکو سره په توپيريز چلند تورن بلل کېږي، خو ور سره سم د کندهار څخه کابل، هند او دبۍ ته د الوتکو د مسافرينو ټيکټونه د نورو ولايتونو په پرتله دوه برابره دي.
د کندهار ولايتي شورا غړى سيد احمد سېلاب وايي، چې د هوايي شرکتونو دا کړنه چې د کندهار ټکټونه يې دوه برابره کړي دي، د منلو وړ نه دي او بايد د دولت له لوري د ټيکټونو اوسنۍ بيې له کندهار څخه کابل ته چې شاوخوا اتيا ډالره دی، را ټيت کړل شي.
پر همدې مهال د کندهار اوسېدونکي وايي، چې له کندهار څخه دبۍ او هند ته هم د ټيکټونو قیمت د کابل په پرتله دوه برابره لوړ دی.
دوی وايي، چې د کابل او نورو ولايتونو څخه ددې ټيکټونو قيمت ډېر ښکته دی او غوښتنه کوي چې له کندهار څخه هم باید د ټيکټونو قیمت ښکته شي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، چې مرکزي حکومت دې ددې چارې د مخنيوي لپاره جدي اقدامات و کړي.
بلخوا بیا په کندهار کې د فرهاد عظيمي مسافرتي شرکت مسول سيد فرهاد وايي، د کابل څخه دبۍ او هند ته ټيکټونه ارزانه دي، خو زياتوي، چې د کابل څخه د هېواد نورو ولايتونو ته بيې پر هماغه پخواني ډول دي.
فرهاد وايي، چې يوازې د څو ورځو لپاره مزار شريف او هرات ته د هوايي الوتنو بيې ټيتې شوې وې خو اوس بېرته پر خپل پخواني حال دي.
نوموړی نورو هیوادونو ته د کابل څخه د ټيکټونو د بیې د کموالي لامل هغه هېوادونو ته د کابل څخه د زیاتو مسافرینو تګ یاد کړ.
د یادونې وړه ده، چې اوس مهال د کابل او نورو ولايتونو څخه کندهار ته اريانا افغان او کام اير هوايي شرکتونه الوتنې لري او له کندهار څخه دبۍ او هند ته اریانا افغان هیوايي شرکت الوتنې کوي.