هند په اسلام اباد کې راتلونکې نومبر مياشت د سارک غونډه کې له ګډونه انکار وکړ.
د هند د بهرنيو چارو وزارت په دې غونډه كې د لومړي وزير نرېندرا مودي د نه ګډون پخلى کړى دى.
هندي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې په ياده غونډه کې به د بنګله دېش، افغانستان او بوتان استازي هم ګډون ونه کړي.
هندي چارواکي وايي، په دې اړه يې د سارک سازمان غړو هېوادونو ته خبر ورکړى، چې پاکستان په سيمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي او د هېوادونو امنيت ته ګواښ پېښوي.
هند دا پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې څو ورځې وړاندې په کشمير کې د هند پر يو پوځي مرکز د ډله ييز بريد په پايله کې اتلس سرتېري ووژل شول.
هند د ياد بريد پړه په پاکستان کې پر مېشتې جيش محمد وسله والې ډلې اچولې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ