افغان امنيتي سرچينې وايي، د هلمند په نهر سراج او مارجه ولسوالۍ كې د خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه مورد كې ۱۸ تنه وسله وال وژل شوي، ۱ ټپي شوى او يو ژوندى نيول شوى دى.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته په راستول شوې خبرپاڼه كې راغلي چې افغان ځواكونو د هلمند په مارجه كې د وسله والو د ځپلو په عملياتو كې ۱۳ طالبان وژلي.
همدا راز يې په نهر سراج كې بيا د عملياتو په ترڅ كې ۵ وسله وال وژلي، ۱ تن ټپي او يو يې ژوندى نيولى دى.
سرچينې د يو لړ مهماتو د نيول كېدو خبر هم وركړى دى خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ