جاپان نن د فوټبال نړيوال جام سياليو ته د لارموندنې د پړاو په سيالۍ كې افغانستان صفر پر۵ ګولونو مات كړ.
لوبه نن د افغانستان په وخت ماسپښين درې بجې د جاپان په سيتاماى لوبغالي كې د ۲۰۱۸ كال نړيوال جام سياليو ته د لارموندنې لپاره ترسره شوه.
افغانستان د نړيوال جام سياليو لپاره دا مهال په اي ګروپ كې ځاى لري او تر اوسه يې په دې ګروپ كې له اوو لوبو پنځه بايللې دي، دوه يې ګټلې دي. جاپان نن د فوټبال نړيوال جام سياليو ته د لارموندنې د پړاو په سيالۍ كې افغانستان صفر پر۵ ګولونو مات كړ.
لوبه نن د افغانستان په وخت ماسپښين درې بجې د جاپان په سيتاماى لوبغالي كې د ۲۰۱۸ كال نړيوال جام سياليو ته د لارموندنې لپاره ترسره شوه.
افغانستان د نړيوال جام سياليو لپاره دا مهال په اي ګروپ كې ځاى لري او تر اوسه يې په دې ګروپ كې له اوو لوبو پنځه بايللې دي، دوه يې ګټلې دي.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان او جاپان فوټبال لوبډلې په ايران كې د مقابلې ډګر ته وتلې وې، خو په هغه لوبه كې افغان لوري شپږ ګوله وخوړل او لوبه جاپان ګټله.
افغانستان تر نننۍ لوبې وروسته د مارچ په نهه ويشتمه له سنګاپور سره لوبېږي.