اسراییلي پوځ وایي چې د رفح په عملیاتو کې یې له حماس سره په جګړه کې اته تنه پوځیان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دا پوځیان د رفح په السلطان کلي کې له شپنيو عملياتو د راستنېدو په حال کې وو چې د دوی زغروال موټر پر ماین ور برابر شو.
تر دې وړاندې حماس په یوه بیانیه کې ویلي وو چې د اسرائیلي پوځ پر بلدوزر یې توغندی توغولی او وروسته یې د اسرائیلي ځواکونو ملاتړ ته پر ورغلو پوځیانو هم برید کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې مرستندویه ادارو په رفح ښار کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ملګري ملتونه وايي، شاوخوا یو میلیون فلسطینیانو په رفح ښار کې پنا اخیستې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د غزې د نفوس لویه برخه د لوږې او قحطۍ په څېر ناورین سره مخ ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ