د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي شیر احمد برهانی وایي چې پېښه تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې.
نوموړی زیاتوي چې په پېښه کې ملا اختر محمد بریالی او ورسره درې نور ملګري یې مړه شوي دي.
د سرچینې په خبره، پېښه وروسته له هغې رامنځ شوې چې هایلکس ډوله موټر له سړک واوښت او چپه شو.
د یادونې ده چې په وروستیو کې په هېواد کې د ټرافیکو پېښو د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي چې لوی لاملونه یې د ټرافیکو اصولو نه پاملرنه او د سړکونو خرابوالی ګڼل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ