د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د ملګرو ملتونو دوو ادارو په افغانستان کې د څه باندې لس میلیون ډالرو په لګښت د دوو پروژو د تطبیق طرحه تایید کړې ده.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ او د نړیوال پرمختګ ادارې به دا پروژې د ۲۰۲۹م کال تر جولای میاشتې په کونړ او بدخشان ولایتونو کې پلې کړي.
د خبر پاڼې له مخې، دا پروژې د انعطاف وړ کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې دي.
د یادونې ده چې افغانستان که څه هم د نړۍ په اقلیمي بدلونو کې ډېره ونډه نه لري؛ خو له ناوړه اغېزو څخه یې ډېر متضرر شوی او چاپېریال ته یې د سېلابونو او وچکالیو په څېر د طبیعي پېښو له کبله سخت زیان اوښتی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ