د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، په داسې حال کې چې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې اکثریت غړي د دغه سازمان په فعالیتونو کې د اسلامي امارت له ګډون سره موافق دي؛ خو تاجیکستان یې بیا مخالفت کوي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضیمر کابلوف له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې هیله ښودلې چې تاجیکستان به ژر په دې اړه په خپل دریځ له سره غور وکړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې افغانستان د شانګهای د غړو هېوادونو د سازمان په فعالیتونو کې د څارونکي هېواد په توګه برخه واخیسته.
د یادونې ده چې اسلامي امارت ویلي وو چې د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د یو څارونکي هېواد په توګه د دوی ګډون مشروع حق دی او نه ګډون یې امنیتي ګواښونو، نشه یي توکو سره د مبارزې، بشري مرستو او په افغانستان کې د زیربنايي پروژو د پلي کیدو په برخه کې د نه همغږۍ سبب ګرځي.
د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډه د روان ۲۰۲۴ کال د تیرې میاشتې په ۲۰ او ۲۱ په قزاقستان کې جوړه شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ