ads

افغانستان او قزاقستان، د اوسپنې پټلۍ نوې شبکې پر غځولو خبرې کړې

افغانستان او قزاقستان، د اوسپنې پټلۍ نوې شبکې پر غځولو خبرې کړې

کامران احمدزی
6 غویی 1403
افغانستان او قزاقستان، د اوسپنې پټلۍ نوې شبکې پر غځولو خبرې کړې

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ راغلي پلاوي د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره کتلي دي.

له اقتصادي معاوونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې قزاقي پلاوي د اوسپنې پټلۍ نوې شبکې د غځولو وړاندیز کړی.

قزاقي لوري ویلي، که د ترکمنستان او افغانستان له لارې قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ نوې شبکه وغځول شي؛ نو دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي.

د هغه په خبره، له دې لارې به جنوي اسیا او افغانستان د ترکمنستان او قزاقستان له لارې چین او اروپا سره ونښلول شي.

په همدې حال کې اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړیکو پراختیا مهمه بللې او په دې برخه کې د یو لړ پرمختګونو یادونه کړې.

د یادونې ده چې یاد پلاوي تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره هم کتلي او ویلي یې دي، چې هڅه کوي د کابل او استانې ترمنځ مستقیمې الوتنې هم پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA