ads

په بلخ کې د څلورو کورنیو ترمنځ ۳۶ کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په پشمه کلا سیمه کې د یاد ولایت د والي محمد یوسف وفا، د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د څلور کورنیو ترمنځ ۳۶ کلنه دوښمني پر دوستۍ بدله شوه

احمد الله ستانکزی
31 وری 1403
په بلخ کې د څلورو کورنیو ترمنځ ۳۶ کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه

یاده روغه جوړه د دیني عالمانو او قومي مخورو په هڅو او د مسوولو چارواکو په همکارۍ ترسره شوې.

یاده دوښمني د پخوانیو سیاسي ګوندونو او حزبي اختلافاتو له کبله رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې د څلورو کورنیو شپږ غړي وژل شوي وو.

ددغې روغې او جوړې یو تن مرکچي دیني عالم مولوي عبدالجلیل شهیدخېل وایي، چې ددې دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره دیني عالمانو او د سیمې قومي مخورو ډېرې هڅې وکړې او بلاخره وتوانېدل، چې دواړه لوري پخلاینې او سولې ته قانع کړي.

« په پشمه کلا کلي کې د دښمنۍ د لومړیو دوه کورنیو ترمنځ چې ۳۶ کاله وړاندې بدي رامنځته شوې هغه نصرالدین، عبدالقهار او ایمل خان دی. مقابل لوری یې محمد انور مولوي اسحق او امان الله دی. د دویمې کورنۍ ترمنځ چې ۳۰ کاله وړاندې دښمني رامنځته شوې او اوس په دوستي تبدیله شوې، غړي یې، باریداد، اکا افضل خان او عبدالرحمن دی او مقابل لوري کې بیا نظرمحمد دی. له ښه بخته د قومي مشرانو په هڅو دا جرګه په دوستۍ واوښته»

ورته مهال یادې کورنۍ چې له کلونو، کلونو راهیسې یې دښمني لرله  اوس پر یادې روغې او جوړې ډېر خوښ دي.

د مقتول د کورنۍ یو تن غړی باریداد اکا وایي، چې وروسته له دې به دښمني نه پالي، بلکې پر ځای به یې د خپل روښانه راتلونکي نسل د هوساینې او سوکالۍ لپاره پر سوولیز ژوند ټینکار کوي.

« موږ له والي صاحب او علماوو ته ډېر خوشاله یو،چې زموږ ۳۰ کلنه دښمني یې په سوله واړوله. وروسته له دې موږ قتل او قتال نلرو او نور بس دی. له دې وروسته به ورورګلوۍ ژوند کوو او نور به سره مخالفت نه کوو ان شاءالله»   

بل پلو د بدۍ د ښکېدلې غاړې یو بل تن امان الله هم د جرګې له لارې د روغې او جوړې پر پرېکړې خوښي څرګندوي او وایي، چې په دښمنۍ کې یو شېبه هم د سکون احساس نه وي، شپه او ورځ له مقابل لوري د ډار تمه کېږي.

« زموږ دښمني ۳۶ کاله وړاندې شوې وه، له مشرانو ډېر منندوی یو، چې دا شخړه یې پای ته ورسوله. خیر په انسانانو کې سهوې کېږي، موږ له ټولو خلکو څخه غواړو چې سره کېنئ او بدۍ مو له منځه یوسئ، ځکه بښنه زیات لذت لري»  

په ورته مهال د چمتال ولسوالۍ یو تن قومي مشر عبدالرحمن د دې سولییز اقدام څخه ستاینه وکړه او وې ویل، چې په عفوه کې نهایت ډېر عظمت او خوند پروت دی او په خبره یې چې په اسلام کې د مسلمانو ترمنځ تربګني او عداوت ناروا عمل دی.

« هغه مزه او هغه خوند چې په عفوه کې دی، په هېڅ شي کې نشته دی. الله پاک دې دواړو لوریو ته په دنیا او آخرت اجر ورکړي، چې یو او بل ته یې بښنه وکړه او تر غاړې سره راووتل»

بلخوا د بلخ والي محمد یوسف وفا هم د جرګو او مرکو له لارې د لسیزو، لسیزو دښمنیو د پای ته رسولو لپاره یوه غوره کړنلاره وبلله او همداراز یې مېشت بلخي ولسونو ته د ټولنیز ژوند په هره برخه کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

« له ټولو خلکو مې غوښتنه دا ده، چې دا دول مسایلو ته د پای ټکی کېږدئ. په هر ځای کې چې وي او د هر چا په مرسته چې وي باید دا دښمنۍ نورې ونه پالل شي. د نورو کارونو او ابادۍ ترڅنګ دا مې هڅه ده، چې ټول افغانان به په یوه ټغر سره کښېنوو. څوک نه پرېږدو چې تفرقه یا نفاق راولي په دې برخه کې هېچ چاته اجازه نه ورکوو»

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا درې کلونو کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ او منځګړیتوب یې په دې ولایت کې څه باندې ۱۰۰ لویې او وړې شخړې هوارې کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA