ads

روزا اتونبیاویوا، له هندي چارواکي سره د افغانستان به اړه خبرې کړې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د هند د بهرنیو چارو له وزیر جی‌شنکر سره کتلي دي

کامران احمدزی
31 وری 1403
روزا اتونبیاویوا، له هندي چارواکي سره د افغانستان به اړه خبرې کړې

له یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، د شته ننګونو پر حل او د سیمه‌ييزې همکارۍ په اړه  خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، اتونبایوا له هند مننه کړې چې تل یې له افغانانو سره مرستې جاري ساتلې دي.

سره له دې چې هند اسلامي امارت په رسمیت نه پېژنې؛ خو بیا یې هم په بېلابېلو وختونو کې ګڼې بشري مرستې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA