ads

د بلخ – هرات ترمنځ د مسافرو د لېږ رالېږد بهیر پیل شو

د خلکو له بار بار غوښتنو وروسته د لومړي ځل لپاره په مزارشریف ښار کې د بلخ ترانسپورټ ریاست په همکارۍ د خُلم میلاد خصوصي ترانسپورټي شرکت له خوا د بلخ او هرات ولایتونو ترمنځ د مسافر وړونکو موتړو لپاره نوی تم ځای جوړ او رسمآ پرانیستل شو.

احمدالله ستانکزی
29 وری 1403
د بلخ – هرات ترمنځ د مسافرو د لېږ رالېږد بهیر پیل شو

د بلخ ولایت ځمکني ترانسپورټ رییس مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د ګڼه ګونې مخنیوي او د مسافرو لېږد رالېږد پروسې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په هدف یې یاد ترمینل پرانیستی، ترڅو خلک وکولی شي په اسانۍ سره تګ او راتګ وکړي.
« دغه لین تازه جوړ شوی، موټر به د مزارشریف له کمربند نه حرکت کوي او تر هرات ولایت پورې به سفر کوي. دا د خلکو او په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره یو سهولت دی. د بلخ – هرات مسیر لپاره موږ ۵۰ نوي رنګ شوي موټر برابر کړي دي»
د خُلم میلاد ترانسپورټي شرکت مسوول نصرالله د بلخ – هرات لویې لارې ټولو موټر چلوونکو او مسافرینو ته د بشپړو اسانتیاوو پر برابرېدو خبر ورکړ او همداراز ټینګار کوي چې د هرات مسافر دې له مشخص شوي تم ځای څخه سفر وکړي.
« په ټوله مانا د موټر چلوونکو او مسافرینو لپاره موږ سهولتونه برابر کړي دي، که هغه په موټر کې وي یا په کوم ولایت کې دوی د ستړیا احساس کوي دوی لپاره موږ د لارې په اوږدو کې استراحت خونې هم برابرې کړي دي او هېڅ مشکل به نه وي»
له بل لوري موټر چلوونکي د یاد تم ځای پر جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، وروسته له دې به په ډاډه زړه په یوه مشخص شوي مسیر تګ او راتګ کوي.
د بلخ – هرات پر لویه لاره دوه تنه موټر چلوونکي محمد سمېع او خیال محمد وایي، تر نورو لویو لارو دغه لاره د مسافرو لپاره لنډه او کم مصرفه تمامېږي. دوی له نورو موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوي چې پرته د دوی له ثبت شویو موټرو څخه دې پر دې مسیر د مسافرینو له لېږد او رالېږد څخه ډډه وکړي.
«د میمنې له موټر چلوونکو څخه دا هیله لرو چې زموږ مسافر دې په خپلو موټرو کې نه انتقالوي. د دغه لین په جوړېدو سره موږ د ترانسپورټ ریاست او له شرکتونو څخه ډېر منندوی یو»
«دا ډېر یو ښه کار شوی دی، پخوا به لاره زیاته اوږده وه؛ خو اوس ددې پروسې په پیل کېدو سره به خلکو ته سهولت او لاره لنډه تمامه شي.»
د یادونې وړ ده چې دغه ترانسپورټي شرکت د ۵۰ موټرو په لرلو سره د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې پر فعالیت پیل وکړ، چې له دې ورورسته به د هرات ولایت مسافرین له یاد ترمینل څخه تګ او راتګ ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA