د پکتیا پېښو ته د رسیدو ریاست رییس نثار احمد نجات کلید ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې رامنځته شوې ده.
نجات ویلي چې په پېښه کې یو پلار او څلور یې زامن مړه شوي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله شاوخوا ۶۰ کورونه نړیدلي او په ځینو سیمو لویې او وړې لارې او پلچکونه هم ویجاړ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ