ads

د تورخم دروازې تړل کېدو ناروغان له ستونزو سره مخ کړي

د تورخم دروازه يو ځل بيا د افغان ناروغانو پر مخ د پاکستان له لوري وتړل شوه.

سمیع الله مبارز
28 وری 1403
د تورخم دروازې تړل کېدو ناروغان له ستونزو سره مخ کړي

د ځايي مسوولينو په خبره، پاکستاني لوري د دوشنبې په ورځ د تورخم دروازه د هغو بيړنیو ناروغانو پر مخ تړلې چې تر دې وړاندې به له پاسپورټ او وېزې پرته پاکستان ته د درملنې لپاره تلل.
د مسوولينو په خبره، پاکستاني لوري ورته خبره ورکړی چې پر تورخم دروازه نور هغو ناروغانو ته اجازه ورنه کړي چې قانوني اسناد نه لري.
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديق الله قريشي يي په اړه وايي:
«تېره ورځ مازديګر مهال د تورخم دروازه د هغو ناروغانو پر مخ پاکستاني لورو وتړله، چې قانوي اسناد نه لري. اوس لپاره دروازه بنده او ناروغان نه شي کولی د تداوۍ لپاره ورشي. اسلامي امارت هڅه کوي چې له ډيپلوماتيکو لارو دغه ستونزه حل کړي او د ناروغانو ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.»
بل لور ته ناروغان وايي، ورځ تر بلې يې حال په خرابېدو دی، که د لارې خلاصېدو غمه ونه خوړل شي، لرې نه ده چې له اوسني حالت به هم بدتر شي.
عبدالواحد چې پلار يې د زړه په ناروغۍ اخته دی وايي:
«زما پلار د زړه مريض دی، څلور د زړه والونه يې هم بند دي، پاکستان موږ ته پر وخت وېزې نه راکوي. که پر وخت يې وېزې، موږ ته راکولې، نو موږ به قانوني تللو، نو هيله مو ده چې اسلامي امارت يوه دايمي حل لاره ورته وګورئ، يو خو به له دې ډېرو جنجالونو به هم خلاص شو.»
محمد محمدي چې تازه بيرته له تورخم دورازې راستون شوی وايي، مور یې سخته ناروغه ده او دلته یې درملنه ناشوني ده.
نوموړی وايي، مسوولين دې بايد د يادې لارې د دايمي حل په هدف ګوټلي ګامونه واخلي او يا دې ورته د وېزو په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.
«زموږ لويه هيله دا ده چې د دغو ستونزو حل لپاره يوه دايمي د حل لاره وګوري، څو ځلې مو وېزې ته اپلايي وکړه، خو بيرته رد شولې، نو د اسلامي امارت څخه مو هيله ده، چې يوه دايمي د حل لاره وګوري.»
بل خوا په تورخم کې د انتقال کمېسیون هم له ناروغانو څخه غوښتي چې تر راتلونکي خبرتيا دې ياد کمېسیون ته مراجعه نه کوي.
هيره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم په ځلونه ياده لاره د ټرانزيټ او ناروغانو پر مخ د پاکستان له لوري تړل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA